د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې امیرخان متقي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلېپ ګرانډي سره په لېدنه کې د ایران او پاکستان له خوا د جبري راستنېدو افغانانو د ستونزو او له هغوی سره د مرستو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات د شنبې په ورځ د امیرخان متقي له قوله لیکلي چي:«د جبري را اېستل کېدونکو کډوالو ته په کوربه هېوادونو کې د خپلو حسابونو د تصفیې او د خپلو املاکو د خرڅلاو یا انتقال لپاره باید فرصت ورکړل شي او دې ګرمه هوا کې زیاتو سهولتونو ته اړتیا لري.»
طالبانو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مشر څخه غوښتنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې دې هر اړخیزه مرستې وشي.