د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا د اشرف غني د کړنو ملاتړ کړی، چې دې کار د دوو پخوانیو لوړپوړو چارواکو رنګین دادفر سپنتا او رحمتالله نبیل غبرګون راپارولی دی.
صالح د غني هغه پخوانۍ څرګندونې بیا خپرې کړې چې ویلي یې وو، سیاسي منتقدانو یې او د جمهوري نظام مخالفینو "کبر او ناشکري" وکړه.
رنګین دادفر سپنتا چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار و، په خپل اېکس کې اشرف غني «ذاتي دروغویونکی» او «رواني ناروغ» بللی او صالح ته یې خطاب کړی: «زما ملګریه، په تاسو څه شوي؟ د هېواد او ملت لپاره نور بس کړئ.»
سپنتا لیکلي: «تر کومه باید د یوه دروغجن او رواني ناروغ ملاتړ وشي؟ داسې څوک چې ډېرو خلکو ته دا باور پیدا شوی چې ځای یې په دولت کې نه، بلکې په رواني روغتون کې دی.»
له دې سره، رحمتالله نبیل چې د ملي امنیت پخوانی رییس و، پر امرالله صالح نیوکه کړې او خپل هغه پرانیستی لیک یې چې په ۲۰۱۹ کال کې یې ورته لیکلی و، بیا خپور کړی دی.
هغه ویلي: «هغه مصیبتونه چې د اشرف غني تر مشرتابه لاندې په تېرو کلونو کې د عمومي اخلاقو پر وضعیت اغېز وکړ، په تېرو پنځوسو کلونو کې بېساري وو. د افغانستان د شریفو قومونو ترمنځ ژور درز رامنځته شو، او وضعیت له عادي حالت څخه فاجعې ته ولاړ. د دولت او ملت ترمنځ بېباوري له یوه نازک پله په یو فولادي دېوال بدله شوه.»
امرالله صالح تر دې وړاندې هم د دوحې تړون چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی و، د پخواني حکومت د سقوط اصلي لامل بللی او د اشرف غني سیاسي مخالفین او جهادي مشران یې د نظام په ړنګېدو کې شریک ګڼلي دي.