د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د افغانستان دننه سختو شرایطو داسې وضعیت رامینځته کړی چې د کډوالو د راستنیدو لپاره اړین شرایط برابر نه دي.
هغه ټینکار کړی، چې په اوسني وضعیت کې د افغان کډوالو جبري راستنیدل کولی شي د ډیرو خطرونو او جدي ګواښونو رامینځته کیدو لامل شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي نن سې شنبه «د چنګاښ ۲۴مه» د دویم ځل لپاره له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه اعلامیه خپره کړې ده.
حامد کرزی په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانانو د جبري کډوالۍ تاریخ ته اشاره کړې، او وايي، د افغانستان په اوسني وضعیت کې د کډوالو د بېرته راستنیدو فشار، چې له داخلي بحرانونو سره مل دی، کولی شي خطرناکې پایلې او نوي ګواښونه رامینځته کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د کډوالو د پراخ حضور له پایلو څخه په خبرتیا سره، د کوربه هېوادونو ستونزې هم درک کوي، خو د افغانستان دننه سختو شرایطو داسې وضعیت رامنځته کړی چې د مهاجرینو د بېرته ستنېدو لپاره لازم شرایط برابر نه دي.
کرزی وايي، چې «په دې وخت کې د افغان کډوالو جبري ستنول نه یوازې دا چې د شته ستونزو کچه لوړوي، بلکې دا کار کولای شي نور جدي خطرات او تهدیدونه هم رامنځته کړي، چې د هېڅ لوري په ګټه نه دي».
پخواني ولسمشر د کوم هېواد له نوم یادونې پرته غږ کړی، چې کوربه هېوادونه دې د افغانستان د اوسنیو ستونزو په ځانګړې توګه د اقتصادي وضعیت او د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندېدو په نظر کې نیولو سره، د افغان کډوالو د جبري او پراخ اخراج پر پرېکړه بیا کتنه وکړي.
په دې وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدو پروسه چټکه شوې ده.