د طالبانو نیمروز والي وايي چې د بندر له لارې واردېدونکو تېلو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې او له دې وروسته د بندر له لارې هېچا ته اجازه نشته، چې تېل په بوشکو کې نیمروز ته وارد کړي.
محمد قاسم خالد وايي، د ناقانونه تېلو واردولو مخنیوي په موخه يوه کمېټه ګومارل شوې.
د طالبانو د نیمروز ولایت دفتر نن سې شنبه «د چنګاښ ۲۴مه» په خپل اېکس کې لیکلي چې د یاد ولایت والی محمد قاسم خالد د ولایت د علماوو شورا له رییس، د سرحدي ځواکونو او سټنډرډ ادارې له مسوولینو سره هېواد ته د ناقانونه تېلو واردولو مخنيوي په موخه د ولایت په مقام کې غونډه کړې ده.
یاد دفتر وايي، په دې غونډه کې په ناقانونه توګه د تېلو واردولو پر مخنیوي ټینګار شوی او د مخنیوي پر لارو چارو يې خبرې کړې دي.