ټرمپ اوکراین ته نورې وسلې استوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۷

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي، متحده ایالات اړ دي چې اوکراین ته نورې وسلې واستوي.

ټرمپ دا خبره په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې مخکې امریکا کیف ته د مهمو وسلو لېږد درولی و.

له بل پلوه پنټاګون تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې دوی به اوکراین ته د ځینو هوايي دفاعي وسلو لېږد وځنډوي، د چارواکو په وینا د امریکايي وسلو زېرمې کمې شوې دي.

ټرمپ وویل: «موږ به اوکراین ته دفاعي وسلې واستوو، چې هغوی خپل ځانونه وساتلای شي.»

نور خبرونه

رادیو