د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې د جرمني استازې انتیالینډرتسا په خپلو خبرو کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي، خو دا تعامل باید د افغان مېرمنو او نجونو پر بنسټیزو حقونو سترګې پټول نه وي.
اغلې لینډرتسا وویل: «موږ پوره باور لرو چې د طالبانو سره تعامل اړین دی، خو دا تعامل باید داسې نه وي چې د افغانستان د مېرمنو، نجونو او اقلیتونو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي.»
نوموړې زیاته کړه، چې د افغانستان اوسنی وضعیت لا هم د نړۍوالو د اندېښنو مرکز دی او د ملګرو ملتونو د هڅو اساسي موخه دا ده چې دا نړۍوال تمرکز وساتل شي.
هغې وویل: «جرمني په ملګرو ملتونو کې له نورو غړو هېوادونو سره د افغانستان د وضعیت په اړه د یو جامع، پیاوړي او روښانه پرېکړه لیک د تصویب لپاره هڅې کړې دي.»
د جرمني استازې څرګنده کړه، چې د ملګرو ملتونو هغه پرېکړهلیک چې هر کال د افغانستان د وضعیت په تړاو د جرمني په مشرۍ اسانتیا مومي، د نړۍوالو اجماع د منعکس کوونکي په توګه ځانګړی اهمیت لري.
هغې وویل: «د دې پرېکړهلیک تر ټولو مهم اړخ د هغه اجتماعي ارزښت دی. موږ په تېرو اوونیو او میاشتو کې د غړو هېوادونو سره په نیک نیت تعامل کړی او د هغوی د رغنده ونډې منندوی یو، چې پرېکړهلیک یې لا هممهاله، قوي او ټولګډونه کړی دی.»
لینډرستا په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د تعلیم، کار، ازاد تګ و راتګ او نورو بشري حقونو محدودول نه یوازې د افغانانو د ژوند څرنګوالی له خطر سره مخامخ کوي، بلکې د ټولنې پرمختګ ته هم ستر ګواښ دی.
هغې وویل، چې نړۍواله ټولنه باید دا حقونه له یاده و نه باسي او له طالبانو سره هر ډول تعامل باید مشروط وي، څو د بشري حقونو درناوی تضمین شي.