د بې ځایه کېدونکو نړۍوال بنسټ اندېښنه ښوولې، چې د نړۍ د ټولو هېوادونو پرتله په افغانستان کې بې ځایه کېدونکي له خورا بد وضعیت سره مخ دي.
یاد بنسټ اندېښنه ښوولې، چې په افغانستان کې د بې ځایه کېدونکو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
د (چنګاښ ۱۶مه) دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې روانې جګړې، اقلیمي بدلونونه، د ښځو پر وړاندې جوړښتي توپیر (جنسیتي اپارتاید) او زیاتېدونکی فقر هره ورځ زرګونه بېوزله افغانان اړ باسي؛ څو له خپلو کورونو او مېنو ووځي.
په خپرې شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د نړۍوالې ټولنې بېړنی غبرګون د بې ځایه شویو افغانانو د کړکېچ د حل لپاره حیاتي ارزښت لري.
د بې ځایه کېدو نړۍوال بنسټ وایي، که پر دې ناورین سترګې پټې شي؛ نو دغه چاره کولای شي یو ستر بشري ناورین راولاړ کړي.
یاد بنسټ له مرسته کوونکو هېوادونو، نړۍوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې خپلې مرستې ډېرې کړي او داسې اغېزمنې تګلارې دې جوړې کړي؛ څو په ښه توګه د بې ځایه کېدونکو افغانانو ملاتړ وشي او د وضعیت د لا خرابېدو مخه ډب شي.
د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې انساني ناورین، بې روزګاري، جبري کډوالي او سیاسي بې ثباتي تر بل هر وخت ډېره شوې ده.
هممهاله له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل کېدو دغه ناورین لا ډېر کړی او بشري بنسټونو اندېښنې ښوولې، چې طالبان د دغه کړاو د مدیریت توان نه لري.