تازه خبر

د ایران ولسمشر پزشکیان: اسراییل غوښتل ما ووژني

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۶

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، وايي، اسراییل پلان درلود چې دی ووژني.

پزشکیان همداراز ویلي، د ایران د اسلامي نظام مشرتابه هغه ته په څرګنده توګه ویلي چې د امریکايي پانګه‌والو د داخلېدو او پانګونې لپاره هېڅ محدودیت نشته، حتا په اوسنیو شرایطو کې.

نوموړي دا څرګندونې د یوې مرکې پر مهال وکړې، خو زیات جزییات یې ورنه کړل.

هغه ټینګار کړی چې که د امریکايي شرکتونو پر وړاندې کوم اقتصادي یا صنعتي خنډ موجود وي، نو دا د امریکا د بندیزونو له امله دی، نه د ایران د کورنیو پالیسو له کبله.

نور خبرونه

رادیو