پوتین د نیول کېدو له وېرې د بریکس غونډې لپاره برازیل ته نه ځي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۵

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د بریکس د راتلونکې غونډې لپاره برازیل ته سفر ونه کړي، ځکه چې د نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) له خوا د هغه د نیولو حکم لا هم په خپل ځای پاتې دی.

دا غونډه د جولای پر ۶مه او ۷مه نېټه د برازیل په ریو دی ژانیرو ښار کې ترسره کېږي.

د کرملین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف تایید کړې، چې پوتین به د نیول کېدو له خطره ځان وساتي او د غونډې له ګډونوالو سره به له روسیې څخه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د غونډې فزیکي استازی وي.

برازیل د نړۍوالې جزایي محکمې منشور تصویب کړی او که پوتین برازیل ته سفر وکړي، د محکمې د صلاحیت له مخې باید ونیول شي.

دا حکم د اوکراین د جګړې پر مهال د ماشومانو د جبري انتقال په تور صادر شوی.

تېر کال پوتین د بریکس غونډې مشري په کازان ښار کې کړې وه، خو دا ځل د نړۍوالو فشارونو له امله فزیکي ګډون نه کوي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال پوتین له همدې نیونې سره سره مغولستان ته هم سفر کړی و، چې مغولستان هم د ICC غړی هېواد دی.

د بریکس ناستې موخې:

بریکس چې اصلاً د برازیل، روسیې، هند، چین، او سوېلي افریقا له هېوادونو جوړ شوی و، اوس پراخ شوی او نوي غړي یې شامل کړي دي؛ لکه مصر، متحده عرب امارات، ایتوپیا، اندونیزیا او ایران. برازیل دا ځل د ناظرینو په توګه کولمبیا، مکسیکو او یوروګوای هم بللي دي.

دا ناسته د نړۍوالو اقتصادي فشارونو، د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزو ستونزو، د ایران بمبار او د ناټو له‌خوا د دفاعي بودیجې د زیاتوالي په یوه مهم پړاو کې ترسره کېږي.

بریکس هڅه کوي، چې د لوېدیځو هېوادونو د G7 بلاک بدیل شي.

نور خبرونه

رادیو