د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو له امله روسي هوايي ډګرونو نږدې ۳۰۰ الوتنې لغوه کړې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۵

د روسیې فدرالي هوايي چلند ادارې د جولای په ۶مه راپور ورکړ، چې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو له امله د روسیې په یو شمېر لویو هوايي ډګرونو کې نږدې ۳۰۰ الوتنې لغوه شوې دي.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، د یادې نېټې ماښام پورې د درېیو مهمو هوايي ډګرونو د مسکو شیریمیټیوفو، د سینټ پیټرزبورګ پُلکوفو او د نزني نووګورود سټریګینو په کچه ټولې۲۸۷ الوتنې ځنډول شوي یا لغوه شوې دي.

یاد محدودیتونه له هغې وروسته لګول شوي، چې تېره شپه هم د ورته ډرون ګواښونو له امله هوايي ډګرونه لنډمهاله وتړل شول.

د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې، چې د جولای له ۵مې تر ۶مې شپې پورې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۰بې‌پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.

د اوکراین حکومت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو د کییف بې‌پیلوټه بریدونه چې د روسیې د ملکي هوايي چلند فعالیتونه یې اغېزمن کړي، د اوکراین د پراخې ستراتیژۍ برخه ده چې هدف یې د روسیې لوژستیکي سیستم د جګړې له کرښې هاخوا هم ګډوډول دي.

نور خبرونه

رادیو